پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرآپارتاید جنسیتیطالبانو په کابل او نورستان کې دوه ښځې او یو سړی په درو وهلی

طالبانو په کابل او نورستان کې دوه ښځې او یو سړی په درو وهلی

by admin
0 comments
Photo: Judiciary

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په کابل او نورستان ولایتونو کې یې د دوو ښځو په ګډون درې کسان عام محضر کې په درو وهلي دي.

د یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، له ډلې یې یو سړی او ښځه په کابل کې د نامشروع اړیکو درلودلو په تور عام محضر کې مجازات کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې محکمې له دغو کسانو هر یو ته ۳۹ دُرې او دغه راز نارینه په یو کال او ښځه یې په شپږو میاشتو بند محکومه کړې ده.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه راز د نورستان په وایلګل ولسوالۍ کې هم یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور طالبانو عام محضر کې په درو وهلې ده.

 د بشري حقونو سازمانونه او فعالان په درو وهل “غیر انساني او ظالمانه” کار بولي، خو د طالبانو حکومت د خپل دې اقدام دفاع کوي او دا د تشریح شويو “اسلامي قوانینو” عملي کېدل بولي.

You may also like

Leave a Comment