پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهایونیسف: له ۱۷ زرو ډېر افغان ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یوځای کړي

یونیسف: له ۱۷ زرو ډېر افغان ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یوځای کړي

by admin
0 comments
Photo: UNICEF AFGHANISTAN

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۱۷ زره او ۴۰۰ افغان ماشومان خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.

یادې ادارې په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې، دا کار یې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له دفتر سره په همغږۍ ترسره کړی دی.

یاد بنسټ دغه راز زیاته کړې چې په تورخم ښارګوټي کې یې له پاکستانه د راستنو شویو ماشومانو لپاره تفریحي مرکز جوړ کړی او دا ډول یې بې سرپرسته ماشومانو ته ګڼې نورې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

د یادونې ده چې یونیسف له پاکستان او ایرانه ایستل شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کوي.

You may also like

Leave a Comment