پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبان هڅه کوي څو افغان ښځې او نجونې لا ډېرې منزوي کړي

طالبان هڅه کوي څو افغان ښځې او نجونې لا ډېرې منزوي کړي

by admin
0 comments
Photo: VOA Dari

د فرانسې د پارلمان غړې(مود پتي)د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې کړې دي.

نوموړې پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې طالبان هره ورځ ښځې او نجونې لا ډېرې منزوي کوي ترڅو «په بشپړ ډول یې له ټولنې څخه ګوښه کړي.»

هغې په خپل پیغام کې څرګنده کړې چې څنګه داسې سیاستونه د ۲۱مې پېړۍ په نړۍ کې ممکن وي. 

د فرانسې د پارلمان غړې دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې تر ټولو ډیر محدودیتونه پر افغان ښځو او نجونو لګولي دي او هغوی له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي دي.

You may also like

Leave a Comment