پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په نیمروز کې یو هلک او نجلۍ له کوره د تېښتې په تور نیولي

طالبانو په نیمروز کې یو هلک او نجلۍ له کوره د تېښتې په تور نیولي

by admin
0 comments
Photo: Social Media

نیمروز کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په(دلارام) ولسوالۍ کې د طالبانو امربالمعروف مختسبینو یوه نجلۍ او هلک له کوره د تېښتې په تور نیولي دي.

سرچینه زیاتوي یاد هلک او نجلۍ غوښتل د نیمروز له لارې ایران ته وتښتي چې د لارې په اوږدو کې طالبانو د تالاشۍ پر مهال نیولي او اوسمهال د نیمروز په امنیه قومندانۍ کې بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه میاشت وړاندې هم طالبانو په لوګر او کابل کې لس کسان چې نجونې او هلکان هم په کې شامل وو، له کوره د تېښتې په تور نیولي وو.

You may also like

Leave a Comment