پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاپه کابل کې د خیاطۍ یوه کارخونه چې ټولې کاریګرې د ښوونځي زده کوونکې دي

په کابل کې د خیاطۍ یوه کارخونه چې ټولې کاریګرې د ښوونځي زده کوونکې دي

by admin
0 comments

د جامو ګنډلو په دې کوچني کار ځای کې ګڼ شمیر نجونې او ښځې د یوې نوې حرفې د زده کړو په موخه راټولې شوي دي.

د دې کارخونې مسووله زمینه وایې، تر ډیره یې کارکوونکې هغه ښځې او نجونې دي چې له زده کړو محرومې او دغه راز له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د هغې په خبره دلته تر ډیره افغاني دودیزې لباسونه له جوړیدو وروسته بازار ته د خرڅلاوو په موخه وړاندې کیږي خو هغسې چې لازمه ده بازار نه لري.

زرمینه زیاتوي:«پر نجونو د ښوونځيو له بندیز وروسته په دې مرکز کې زیاتره نجونې د جامو په ګنډلو بوختې دي او دوی اوس تر ډیره خیاطي زده کړې او خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کولای شي.»

د جامو ګنډلو له دغه مرکز هر شپږ میاشتې وروسته لسګونه نجونې د خیاطۍ له زده کړو وروسته فارغیږي، چې پر ځانګړي وسایل هم ویشل کیږي.

هغه نجونې چې اوسمهال په دغه مرکز کې پر کار بوختې دي دغو نجونو او ښځو ته د خیاطۍ ، مرۍ پېیلو، ګنډي افغاني لباس جوړولو په برخو کې روزل کېږي. 

شکریه د دې کارخونې یوه له هغه نجونو څخه ده چې له تیرو څلور میاشتو راهیسې دلته پر خیاطۍ بوخته ده.

نوموړې وایې د ځان بسیاینې په موخه یې مسلکي زده کړو ته مخه کړې او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره مبارزه کوي.

شکریه زیاتوي:«ډیره خوشاله یم چې دلته خیاطي زده کوم اوس مې د جامو ګنډل یاد کړي او په دې سره به وکولای شم، چې د خپلې کورنۍ شته اقتصادي ستونزې تر یوې کچې حل کړم له طالبانو غوښتنه کوم چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.»

د دې کارخونې نورې زده کوونکې ښځې په دې هڅه کې دي چې د کسب په زده کولو سره د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره او خپل راتلونکی له احتیاجه وژغوري.

له دې ډلې نورینه بله زده کوونکې ده هغې وویل:«له طالبانو غوښتنه کوو چې د نجونو پرمخ ښوونځي، پوهنتونونه او د روغتیایي زده کړو مرکزونه خلاص کړي، ځکه د نجونو له زده کړو پرته دا هیواد پرمختګ نشي کولای.»

په دې وروستیو کې د حرفوي زده کړو په برخه کې د نجونو لېوالتیا زیاته شوې او دوی هڅه کوي له فرصته په ګټې اخیستو یو مسلک زده کړي ترڅو له خپلو کورنیو سره تر یوه بریده مرسته وکړای شي.

You may also like

Leave a Comment