پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاسبا د هیواد په ځینو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پيلېږي

سبا د هیواد په ځینو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پيلېږي

by admin
0 comments
Photo: Polio free Afghanistan

«له پولیو څخه د پاک افغانستان» په نامه بنسټ اعلان کړی چې سبا(دوشنبه،۳د مرغومي) د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پوليو یا ګوزڼ ضد واکسين نوی پړاو پیلېږي.

یادې ادارې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي چې دا کمپاین به په کومو ولایتونو کې پلي شي او د څو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د پولیو کمپاین داسې مهال پيلیږي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، سږکال په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په ننګرهار کې وې.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هغه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.

You may also like

Leave a Comment