پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرغزني کې یوه کس خپله مېرمن په ډزو وژلې

غزني کې یوه کس خپله مېرمن په ډزو وژلې

by admin
0 comments
Photo: Social Media

په غزني کې محلي سرچېنې خبر ورکوي چې، د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې یو کس خپل میرمن په ډزو وژلې.

سرچینې زیاته کړې چې دغه پېښه(چهارشنبه،۲۱د لېندۍ)د غزني ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاده پېښه د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې چې، د وژل شوې ښځې خاوند له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

بلخوا غزني طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

له دې څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم یوه ښځه د خپل خاوند او خواښې له لوري په ډیره بې رحمۍ سره وژل شوې وه.

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چ،ې مسوولان یې لامل تر ډېره کورنۍ تاوتریخوالی، په بدو کې د نجونو ودول، بې‌وزلي او د نشه ‌يي توکو کارونه په ګوته کوي.

You may also like

Leave a Comment