پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشربغلان کې یو کس خپله مور وژلې

بغلان کې یو کس خپله مور وژلې

by admin
0 comments
Photo: Pajhwok Afghan News

د بغلان سیمه ییز چارواکي وایې، چې د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په«سیاه سنګ» سيمه کې یو ځوان خپله مور په چاقو وهلې او وژلې ده. 

د بغلان لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ چارواکو ویلي، قاتل نيول شوی او له پوښتنو ګرویږنو ورورسته یې پخپل جرم يې اعتراف کړی چې وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

 د امنیه قومندانۍ چارواکو د دې پېښې لامل کورني تاوتریخوالي بللی دی.

په سیمه کې یو بلې سرچېنې هم د یادې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، د عبدالصمد په نامه یاد کس خپله میره مور له کورني تاوتریخوالي وروسته وژلې ده.

له دې څو وړاندې په هرات کې هم یو کس خپله مور په ډزو وژلې وه.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د وژنو پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی دی.

You may also like

Leave a Comment