پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاافغانستان کې په تېره یوه کال کې ماین چاودنو ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

افغانستان کې په تېره یوه کال کې ماین چاودنو ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

by admin
0 comments
Image: Bakhtar

د ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین یا«ICPL»د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې، په افغانستان کې په تېر یوه کال کې د ماین چاودنو پرمهال ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یادې ادارې نن(چهارشنبه،د لړم۳۰مه)په خپل راپور کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو هغه شمیرې خپرې کړي چې په تېره یوه کال کې په کې ماینونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.

د دې شمیرو پر اساس ماینونو لومړی درجه برما، دویمه یې سوریه او په درېمه درجه کې افغانستان دی چې ماینونو کې په کې خلکو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم اوسمهال په هېواد کې د جګړې ګرم ډګرونه ساړه شوي، خو له جګړې پاتې ناچاودې توکي او ماینونه لا هم د عامو افغانانو ژوند ګواښي.

د هیواد هغه سیمې چې د تېرو شلو کلونو پر مهال په‌کې سخته جګړه تېره شوې، اوس یې اوسېدونکي وايي چې له جګړو پاتیو ناچاودو ماینونو یې ژوند سخت کړی او  خپلو کرنیزو ځمکو او ورانو شویو کورونو ته په ډاډه زړه نشي ورتللی.

You may also like

Leave a Comment