پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو ننګرهار کې پر انځور اخیستلو بندیز لګولی

طالبانو ننګرهار کې پر انځور اخیستلو بندیز لګولی

by admin
0 comments

ننګرهار کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د طالبانو والي خبریالان له انځور اخیستلو منع کړي دي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دغه بندیز تېره ورځ(شنبه،د لړم۱۹مه)د ننګرهار والي ملا نعیم اخند د دغه ولایت په مقام کې د یوې غونډې پرمهال لګولی او خبریالان یې له انځور اخیستلو منع کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې والي له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په غونډې کې له خبریالانو په ټینګار سره غوښتنه کړې هغه غونډې چې، په ولایت مقام کې ترسره کیږي له انځور اخیستلو دې ډډه وکړي او د غونډې د انځورونو پر ځای دې د ولایت مقام عکسونه خپاره کړي.

د سرچینې په خبره د طالبانو دې بندیز په دغه ولایت کې خبریالان ناهیلې کړي او اندېښنه لري که حالت همداسې دوام وکړي نو دوی به له مسلکي اړخه زیانمن شي.

ننګرهار کې یو بل خبریال هم تائید کړې چې ددغه ولایت لپاره د طالبان والي د غونډو په انځور اخیستلو بندیز لګولی دی.

هغه د رسینو او خبریالانو لپاره د دا ډول محدودیتونو وضعه کول اندېښمنونکی بللی او غوښتنه یې کړې چې طالبان دې رسنیو ته په کار برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې ځینو خبریالانو د طالبانو د بندیزونو له کبله خپل مسلک ته شاه کړې او نورو کسبونو ته یې مخه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت په ځینو نورو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر ثبت او خپرواي بندیز لګولی دی

You may also like

Leave a Comment