پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرآپارتاید جنسیتیله افغان ښځينه فعالانو سره ریچارډ بېنېټ کتلي دي

له افغان ښځينه فعالانو سره ریچارډ بېنېټ کتلي دي

by admin
0 comments
Image: Richard Bennett

د افغانستان له پاره د کاناډا د فیمنیسنټانو ټولنې ویلي چې، د ملکرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ په کاناډا کې له افغان ښځينه فعالانو سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د کاناډا د فیمینستانو ټولنه چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله نرګس نهان نن(چهارشنبه،د لړم۲مه)په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي، چې په دغه لیدنه کې د افغان ښځینه فعالانو ترڅنګ په افغانستان کې د تیر جمهوري حکومت لوړپوړو چارواکو، د ولسي جرګې پخوانیو غړو او د بشر حقونو فعالانو هم ګډون کړی وو.

نوموړې زیاته کړې چې له ریچرډ بېنېټ سره یې په افغانستان کې د بشري ناورین او دغه راز د طالبانو له لوري پر ښځو مخ په زیاتیدونکو بندیزونو په اړه خبرې کړي دي.

د ملکرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ د څېړلو لپاره کاناډا په سفر تللی دی.

ریچارډ بېنېټ داسې مهال له افغان ښځينه فعالانو سره کتلی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.

You may also like

Leave a Comment