پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرایران دوو افغانانو په ګډون څلور کسان اعدام کړي

ایران دوو افغانانو په ګډون څلور کسان اعدام کړي

by admin
0 comments
Image: Hengaw

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې دوه افغانان اعدام شوي دي.

یاد سازمان(سه شنبه، د تلې پر لومړۍ)د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د شاهین دهقاني او عبدالقادر په نامه دوه افغانان د یو کس د قتل په تور د ایران د«قم»په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.

اعلامیې زیاته کړې چې له دوی سره دوه نور کسان هم چې په مختلفو جرمونو تورن وو ایراني حکومت په همدې زندان کې په دار ځړولي دي.

د یاد سازمان د مالوماتو له مخې دغه راز د یو بل افغان په ګډون څلور نور کسان د اعدام لپاره د کرج اړوند«قزل حصاري» زندان ته لېږدول شوي دي چې جزیات به یې وروسته خپاره شي.

ایران له دې وړاندې هم لسګونه افغانان د بیلابیلو جرمونو په تور اعدام کړي وو. 

 د راپورنو له مخې، په ایران کې دا مهال شااوخوا ۷زره افغانان بندیان دي، خو دا لا معلومه نه ده چې څومره یې په اعدام محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له لوري د افغان کډوال د ځورنې او سپکاوي شکایتونه ډېر شوي. 

له دې څه موده وړاندې د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي وو، چې په ایران کې د بندیانو اعدامولو کې زیاتوالی راغلی او په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د نړۍ د ټولو اعدامونو له ډلې ۷۵ سلنه یې یوازې ایران کې ترسره شوي دي.

You may also like

Leave a Comment