پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په بادغیس کې هم د ساه لرونکي تصویرونو خپرول منع کړي

طالبانو په بادغیس کې هم د ساه لرونکي تصویرونو خپرول منع کړي

by admin
0 comments
Image: trustedreviews/ Hannah Davies

په بادغیس کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې له نورو ولایتونو سربیره په دغه ولایت کې هم د ساه‌لرونکو انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.

سرچینې زیاته کړې چې نن(سه شنبه،د لړم لومړۍ)د بادغيس لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رٸيس مطيع الله متقي خبريالانو ته خبرداری ورکړی، چې له دې دې وروسته د ساه‌ لرونکو انځورونو له اخیستلو او خپرولو ډډه وکړي.

د سرچینې په وینا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خبریالانو ته ويلي، چې دا پرېکړه یې د امربالمعروف وزارت له حکم وروسته کړې ده.

یوې بلې سرچینې هم یاده پریکړه تائید کړې او زیاته کړې یې ده د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خبریالانو په ټینګار سره ویلي، چې له دې وروسته د داخلي یا بهرنیو رسنیو لپاره انځور اخيستل جرم ګڼل کېږي او ترسره کوونکې به يې استخباراتو ته وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپل نوي قانون کې د «ژونديو» موجوداتو انځور اخیستل منع کړي دي.

له دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده‌کړو او امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارتونو سرپرستو وزیرانو خوست، ننګرهار او لغمان ته د خپلو سفرونو پرمهال رسنیو ته د انځورونو اخیستلو اجازه نه وه ورکړې.

افغان خبریالان اندېښنه لري او وایې، د طالبانو له لوري پر رسنیو په دې وروستیو کې د بندیزونو له کبله داسې مالومیږي چې د طالبانو له لوري دا لړۍ د پلي کیدو په حال کې ده.

You may also like

Leave a Comment