پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرد طالبانو امربالمعروف وزیر د ښځو په حقونو ټینګار کړی

د طالبانو امربالمعروف وزیر د ښځو په حقونو ټینګار کړی

by admin
0 comments

د طالبانو د امربالمعروف وزیر مولوي خالد حنفي ویلي د «ښځو د شرعي حقونو» ورکړې او تامینولو ته ژمن دي.

نوموړي دغه څرګندونې(دوشنبه،د تلې۳۰مه)لغمان ته د خپل سفر پرمهال د ولسي او دولتي چارواکو یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال کړي دي.

حنفي زیاته کړې دغه وزارت به هیچاته اجازه ور نه کړي چې نجونې په بدو کې ورکړي او د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او حکومت یې د ښځو ټول حقونه ورکړي دي. 

د طالبانو د امربالمعروف وزیر داسې مهال د ښځو د حقونو په اړه څرګندونې کړي، چې له تیرو درېیو کلونو راهیسې طالبانو پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو بندیزونه لګولي او دغه راز پر دوی د طالبانو محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.

دغه راز طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په توشیح سره د ښځو پر حقونو او ازادۍ سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

له دې سربیره واک ته د طالبانو په رسیدو سره د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د نجونو اجباري ودونه زیات شوي او زیاتره یې د طالب قومندانانو او طالب جنګیالیو له لوري په جبري ډول واده شوي دي

You may also like

Leave a Comment