پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشربریتانیا د افغانستان د تیر حکومت ځانګړو ځواکونو ته پناه ورکوي

بریتانیا د افغانستان د تیر حکومت ځانګړو ځواکونو ته پناه ورکوي

by admin
0 comments

رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د بریټانیا حکومت د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت نیږدې ۵۰۰ ځانګړو ځواکونو ته پناه ورکړي.

دغه رسینو نن(سې شنبه،تلې ۲۴مه)د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې بريټانیا له دې مخکې ۱۵۰۰ افغان څواکونو غوښتنلیکونه او قضیې رد کړې وې.

په همدې حال کې د بریټانیا د دفاع وزارت پارلماني مرستیال لوک پولارډ د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ته د وینا پرمهال ویلي، چې د افغان ځواکونو یو شمېر غوښتنلیکونه له سمې ارزونې پرته رد شوي وو او په دې هکله نوې ارزونه ترسره شوې او ممکن ۲۵ سلنه غوښتنلیکونه بیا ومنل شي.

د مالوماتو پر اساس د تیر جمهوري حکومت نیږدې دوه زره ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې له بریټانوي ځواکونو سره ګډ کار کړی وو او ټولو د حکومت له نسکوریدو وروسته له بریټانیا د پناه غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر جمهوري حکومت له سقوط وروسته او واک ته د طالبانو په رسیدو سره پخواني نظامیان د ژوند خوندیتوب په موخه له افغانستان وتلي او دا مهال یې زیاتره په پاکستان او ایران کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.

You may also like

Leave a Comment