په فاریاب کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست مسوولان وایې، چې د خپلو فعالیتونو په لړ کې دا ځل د دغه ولایت تفریح ځایونه ورغلي او هلته یې تفریح کوونکو ته ځانګړې سپارښتنې کړي دي.
د فاریاب د امربالمعروف امر مولوي عبدالمقیت اسلام جار وایې، د تفریح په موخه راغلي خلک تلاشي شوي او دغه راز ورته سپارښتنه شوې، چې په پارکونو کې د نشه یي توکو له کارولو او دغه راز د موسیقۍ له غږولو په جدي ټوګه ډډه وکړي.
نوموړی زیاتوي له زیاتره تفریح کوونکو د موسیقۍ غږولو آلې لکه لوډسپیکرې او نور هغه توکي راټول شوي چې د اسلامي شریعت خلاف وو.
هغه ویډیو چې د فاریاب له ملی تلویزیون څخه خپره شوې په کې لیدل کیږي، چې طالبان عام تفریح کوونکي تلاشي کوي او دغه راز ورته د لوډسپکرونو له لارې سپارښتنه کوي چې د امربالمعروف لارښوونې مراعات کړي.
په همدې حال کې سیمه کې یوې ځایي سرچینې ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبین د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې تفریحي ځایونو ته د ښځو او نجونو په ورتګ د يوې خبرتيا په خپرولو سره بندیز لګولی او دغه راز خلکو ته یې خبردارى ورکړی، که د دوی له امر څخه سرغړونه وکړي نو د سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.
یوې بلې سرچینې زیاته کړې چې د دغه ولایت له تفریح ځایونو هغه کسان طالبانو منع کړي، چې د کور میرمنې یې د تفریح په موخه تفریح ځایونو ته بیولې وې.
د سرچېنې په خبره په دې وروستیو کې فاریاب کې د طالبانو له لوري پر تفریح کوونکو محدودیتونه زیات شوي او زیاتره یې اوس له همدې کبله تفریح ځایونو ته د ورتګ زړه نه ښه کوي.
د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د دره شاخ، دره زنګ او خواجه غار هغه سیمې دي، چې له طبیعي ښکلا برخمنې او له همدې کبله ورته په دې وروستیو کې د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی