پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرغور ولایت کې درې کسان وژل شوي

غور ولایت کې درې کسان وژل شوي

by admin
0 comments

ځایي سرچینې خبر ورکوي چې په غور ولایت کې ناپېژاندو وسله‌والو درې کسان په ډزو وژلي دي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دغه درې کسان نن(شنبه،تلې۲۱مه)د چهارسدې-فیروزکوه ولسوالۍ پر لاره د «شه‌تیغ بند» سیمه کې پرې د ناپېژانده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې وژل شوي کسان د یوې دیني مدرسې زده کوونکي وو، چې له رخصتیو وروسته مدرسې ته ستنیدل.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم یاده پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې وژل شوي کسان د دیني مدرسې زده کوونکي او دغه راز د غور د چهارسدې او مرغاب ولسوالیو اصلي اوسیدونکي وو.

د سرچینې د مالوماتو له مخې تراوسه د یادې پېښې لامل څرګند نه دی او نه هم ځایي طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

غور کې دغه پېښه داسې مهال رامنځته کیږي چې له دې نیږدې یوه میاشت وړاندې هم په د غور او دایکندي ولایتونو ترمنځ سیمه کې ۱۴ هزاره وګړي د داعش وسله والو له لوري وژل شوي وو

You may also like

Leave a Comment