پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په غزني کې د یوې خصوصي راډیو مسول نیولی دی

طالبانو په غزني کې د یوې خصوصي راډیو مسول نیولی دی

by admin
0 comments
عکس: حکمت ارین

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په غزني ولایت کې د «خوشحال»په نامه د یوې خصوصي سیمه ییز راډیو مسول حکمت ارین نیولی او زنداني کړی یې دی.

یادې ټولنې چهارشنبه،د تلې۱۱مه)د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د «خوشحال» راډیو مسوول مدیر د طالبانو د ځانمرګو په اړه د خبرو او په راډیو کې یې د خپرولو په تور نیولی دی.

په همدې حال کې له افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ او د خبریالانو مرکز په غزني کې د حکمت آرین د نیول کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د نوموړي د ازادېدو غوښتنه یې کړې ده.

یادو بنسټونو په جلا جلا اعلامیو کې اندیښنه ښودلې او زیاته کړې چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت څخه معالومیږي، چې د طالبانو حکومت لخوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، سانسور او ګواښ  لاندې خپل مسلک ته ادامه ورکوي.

د مالوماتو پر بنسټ غزني کې د«خوشحال»په نامه خصوصي راډیو اووه میاشتې وړاندې په دغه ولایت کې پر خپرونو پیل کړی و، چې سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او دیني خپرونې یې درلودې.

تراوسه طالب چارواکو د نوموړي د حکمت ارین د نیول کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو په رسیدو سره په افغانستان کې پر خبریالانو محدودیتونه زیات شوي او لسګونه هغه یې د طالبانو له لوري په بیلابیلو بهانو نیول شوي او زنداني شوي دي.

You may also like

Leave a Comment