په هیواد کې یوشمېر ښځېنه صنعتکارانې وایي، چې د تیر حکومت له نسکوریدو او واک ته د طالبانو په رسیدو سره یې د تیر په پرتله د پلور کچه خورا راټیټه شوې او دا حالت ورځ تربلې مخ په خرابیدو دی.
د ننګرهار اوسیدونکې او ښځينه صنعتګره زرمینه افغان شکایت کوي، چې لاسي صنایع يې په کور دننه د خرڅلاو بازار نه لري او لامل یې دا دی، چې خلکو ته کافي عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی.
هغه د طالبانو حکومت او بهرنیو موسسو غوښتنه کوي، چې د لاسي صنایعو لپاره يې په بهر کې بازار موندنه وکړي.
زرمینه افغان زیاتوي:«هغه توکي چې ښځینه یې په لاس تولیدوي بازار یې د پخوا په پرتله خراب شوی او همدا لامل دی، چې ډیر کله زمونږ تولیدات د بازار نشتون له کبله په کور پاتې کیږي او ښځینه صنعتکارانو ته په مالي زیان تمامیږي غوښتنه کوو چې زمونږ د تولیدات لپاره باید بازار موندنه وشي.»
په همدې حال کې د لغمان اوسیدونکې او ښځينه صنعتکاره شبنم وایې، د طالبانو حکومت دې په کور دننه د نندارتونونو تر څنګ بهرنیوهېوادونو کې هم افغان سوداګرو او صنعتکارو ښځو ته زمېنه برابره کړي، چې خپل تولیدات او لاسي صنایع د هغوی په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي.
شبنم زیاته کړه:«د طالبانو د حکومت په راتګ سره یوازې کار چې پاتې دی، هغه د جامو ګنډل او دغه راز د لاسي صنایع په برخه کې کار کول دي، ځکه زیاتره ښځینه وو چې مخکې یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې دندې درلودې بې روزګاره شوي او د دوی بې روزګارۍ زمونږ پر تولیداتو منفي تاثیر کړی نو که چیرې نندارتونونه زمونږ د تولیداتو لپاره په داخل او بهر کې جوړ شي ډیره ښه وي.»
د هغې په خبره نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د ودې، د سیمه ییزو تولیداتو د بازار موندنې او پېژندنې لپاره ګټور دي.
په ورته مهال د کابل اوسیدونکې راضیه سحر وایې، نیږدې شل کلونو یې د خیاطۍ په برخه کې کار کړی او دغه راز یې د ښځينه وو لپاره د خیاطۍ زده کړې مرکز هم درلوده، خو په دې وروستیو کې د مالي ملاتړ نشتون او اقتصادي ستونزو له کبله یې یاده مرکز تړلې دی.
هغه زیاتوي د یاد مرکز ټول وسایل یې په بازار کې په نیمه بیه لیلام کړي او تولید شوي توکي یې پر ښځینه وو، ویشلي دي.
راضیه سحر زیاتوي:«په اوسني وخت کې د ښځينه وو ملاتړ نه کیږي ځکه زما په ګډون زیاتره میرمنو چې له دې وړاندې یې د خیاطۍ په برخه کې مرکزونه درلودل تړل شوي او دغه راز د لاسي صنایع په برخه کې نورې ښځینه هم له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي که حکومت او موسسات د ښځینه وو صنعتکارو ملاتړ ونه کړي نو ښځينه سوداګرې به له زیاتو مالي ستونزو سره مخ شي.»
نوموړې له حکومتي ادارو او خلکو غواړي چې کورنیو محصولاتو څخه د ملاتړ لپاره کورني تولیدات وکاروي او پر بهرنیو هغوی دې لومړیتوب ورکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي وایې، د داخلي تولیداتو په اړه د عامه پوهاوي نشتون او همدا ډول د کورنیو او بهرنیو توکو د بیو په اړه د یوې منظمې ستراتیژۍ نه موجودیت هغه لاملونه دي، چې په کور د ننه یې د افغاني توکو بازار خراب کړی او خلک د کورنیو تولیداتو پر ځای تر ډېره بهرنیو توکو ته ډېر لومړیتوب ورکوي.
ښځينه سوداګرې او صنعتکارې داسې مهال د خپلو تولیداتو لپاره د بازار نشتون او دوی ته د حکومت له نه پاملرنې شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په ځینو ولایتونو کې د کورنیو تولیداتو لپاره نندارتونونه جوړ شوي دي.