چهار شنبه, می 20, 2026
Home تغییرات اقلیمیپه افغانستان کې راستنو شویو کډوالو ناڅرګند برخلیک؛ اوبه د بقا تر ټولو لویه اړتیا

په افغانستان کې راستنو شویو کډوالو ناڅرګند برخلیک؛ اوبه د بقا تر ټولو لویه اړتیا

by admin
0 comments

په وروستیو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه د افغانانو پراخ راستنېدو زرګونه کورنۍ له نوې کړکېچنې مرحلې سره مخ کړې دي؛ داسې مرحله چې پکې د سرپناه نشتوالی او فقر یوازې پیل دی. اوس ډېری دا کورنۍ په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی د ورځني او حیاتي ستونزې په توګه بدلې شوې ده.

د وچکالۍ زیاتېدو، د بارانونو کمېدو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې د چټک ټیټېدو له امله د افغانستان بېلابېلې سیمې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. په همدې حال کې راستنې شوې کورنۍ، چې اکثره له شتمنۍ او اقتصادي ملاتړ پرته هېواد ته راګرځي، تر ټولو زیات زیان ویني او د ښارونو په څنډو او غیر رسمي کمپونو کې مېشتېږي.

په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو جدي ستونزه رامنځته کړې ده. د ښار په څنډو کې ډېرې هغه سیمې چې راستنې شوې کورنۍ پکې اوسېږي، د پاکو اوبو او لومړنیو خدماتو له کمښت سره مخ دي.

غورځنګ، چې تازه له ایران څخه هېواد ته راستون شوی، اوسمهال د کابل د بګرامیو ولسوالۍ په «احمدشاه بابا» سیمه کې اوسېږي، وايي د راستانه شویو کډوالو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی خورا محدود دی او اړتیا ورته تر حده زیاته ده.

هغه زیاتوي چې د اوبو د کمښت له امله په کابل او نورو سیمو کې د پاکو اوبو د وېش بهیر هم محدود پاتې شوی دی: «زیاتره راستانه شوي کډوال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژوند د نورو اړتیاوو ترڅنګ هره ورځ د پاکو اوبو د اخیستلو توان نه لري، له همدې امله ډېر یې د څاه اوبه کاروي چې ماشومان او لویان یې په نس‌ناستې او نورو ناروغیو اخته شوي دي.»

د څښاک د پاکو اوبو کمښت یوازې اقتصادي ستونزه نه ده؛ بلکې مستقیمې روغتیايي پایلې لري، لکه د انتاني ناروغیو زیاتوالی، د هاضمې ستونزې او پر ښځو او ماشومانو زیات فشار.

په ننګرهار ولایت کې، په ځانګړي ډول د «کابل کمپ» په نوم سیمه کې وضعیت ډېر اندېښمنونکی دی. دلته د ځمکې لاندې اوبه نه یوازې کمې شوې، بلکې په ډېرو مواردو کې مالګینې او د څښلو وړ نه دي. راستنې شوې کورنۍ اړ دي چې د څښاک لپاره اوبه په لوړ قیمت وپېري، چې دا کار د دوی اقتصادي فشار لا زیاتوي.

غلام‌الله، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې له خپلې یوولس کسیزې کورنۍ سره د تورخم له لارې افغانستان ته راستون شوی، وايي: «دلته د څښاک اوبه نه پيدا کېږي. هره ورځ ۲۰ لېټره اوبه په ۳۰ افغانۍ اخلو. د ځمکې لاندې اوبه کمې شوي او که وي هم د څښلو نه دي. راستنې شوې کورنۍ هېڅ پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.»

په همدې سیمه کې محمد سلیم له ورته ستونزو سره مخ دی. هغه په یوه کرايي کور کې ژوند کوي او وايي چې د اوبو د اخیستلو توان نه لري. د هغه په وینا، ماشومان یې کوچني دي او د اوبو د پېرلو توان هم نه لري.

هغه زیاتوي: «هره ورځ شاوخوا یو ساعت پلی مزل کوم او د لاسي کراچۍ په وسیله اوبه راوړم. زموږ د کور څاه ۹۰ متره ژوره ده، خو اوبه یې د څښلو وړ نه دي. موږ بله هېڅ چاره نه لرو.»

په ډېرو سیمو کې ښځې د کور لپاره د اوبو راوړلو مسوولیت لري، چې اوږدې لارې وهي یا په لوړه بیه اوبه اخلي، او دا کار د دوی جسمي او رواني فشار لا زیاتوي.

۳۸ کلنه فرزانه هم د کورنۍ سرپرسته ده او له پنځو ماشومانو سره تازه له پاکستانه راستنه شوې ده. هغه وایي د اوبو د راوړلو لپاره هېڅ مرسته نه لري او د فقر له امله د اوبو د اخیستلو توان هم نه لري.

هغه د جلال‌آباد ښار کې په «دامان» په سیمه کې اوسېږي او وایي: «خاوند مې کلونه مخکې په پاکستان کې وفات شوی. د اوبو راوړلو لپاره مجبور یم له بلې سیمې اوبه راوړم، ځکه د پیسو د ورکړې توان نه لرو.»

د هغې په وینا، په سیمه کې یو خیریه بنسټ موقتي د اوبو پایپ هم نصب کړی، خو د خلکو اړتیا نه شي پوره کولای او خلک ساعتونه د اوبو لپاره انتظار باسي.

په دې منځ کې داسې کورنۍ هم شته چې ماشومان یې د کورنۍ د سرپرستۍ بار پر اوږو وړي.

۱۳ کلن شاهدالله یو له دغو ماشومانو څخه دی چې پلار یې په پاکستان کې د ترافیکي پېښې پر مهال له لاسه ورکړی او اوس د خپلې کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده. هغه د بهسودو ولسوالۍ په «ثمرخېلو» سیمه کې له خپلې مور او درې خوېندو سره ژوند کوي او وايي د څښاک اوبه له لرې سیمو راوړي.

هغه وایي: «هره ورځ سهار او مازدیګر ۳۰ دقیقې پلی مزل کوم او د کراچۍ په وسیله څلور بوشکې اوبه راوړم. د اوبو د اخیستلو توان نه لرم او د کور څاه اوبه مو مالګینې دي.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې په ځینو سیمو کې راستنو شویو ته د څښاک اوبه رسول شوي او هڅې روانې دي چې دا بهیر پراخ شي، خو راپورونه ښيي چې اړتیاوې تر موجودو امکاناتو ډېرې دي.

په داسې وضعیت کې راستنې شوې کورنۍ له څو اړخیزو کړکېچونو سره مخ دي: د سرپناه نشتوالی، فقر، د روغتیايي خدماتو محدود لاسرسی او تر ټولو مهم د څښاک د پاکو اوبو کمښت هغه ستونزې دي چې راستنو شويو کډوالو ژوند یې ستونزمن کړی دی.

Leave a Comment